Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 2:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 مونږ هغوئ ته څوک چې مړۀ کيږى د هلاکېدو بوئ يُو او هغوئ څوک چې ژوندى کيږى ورته د ژوندون بوئ يُو. او دغه شان کار څوک کولے شى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 2:16
9 Iomraidhean Croise  

يو غوَيے، ګډه، يا يو چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې د پوره کولو د نذرانې، يا د رضاکارانه نذرانې يا د ستاسو په مقررو اخترونو کښې د يوې نذرانې په توګه پېش کولے شى، د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


بيا شمعون د هغۀ دپاره برکت وغوښتو او د هغۀ مور مريمې ته يې ووئيل چې، ”دا ماشوم په بنى اِسرائيلو کښې د ډېرو د بربادېدو او آبادېدو دپاره مقرر شوے دے، او د خُدائ پاک د طرف نه داسې نښه ده چې ډېر خلق به د هغۀ مخالفت کوى


عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ دې دُنيا ته د عدالت دپاره راغلے يم چې ړاندۀ بينا شى او څوک چې ځان بينا ګڼى هغه ړاندۀ شى.“


خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.


زۀ بې‌وقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan