15 مونږ د هر هغه چا دپاره چې خلاصون مومى او يا هلاک کيږى د خُدائ پاک دپاره د مسيح خوشبوئى يُو.
د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.
ټول ګډ په قربانګاه باندې وسوزوه، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده. د دې خوشبوئى په هغۀ ښۀ لګى.
بيا دا د هغوئ د لاسونو نه واخله او دا په قربانګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه. د دې خوشبو هم په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه
زۀ چې کله تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم او د هغه مُلکونو نه مو راغونډ کړم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوې وئ، نو زۀ به تاسو د ښکلې خوشبو په شان قبول کړم، او زۀ به خپل ځان ستاسو په مينځ کښې او د نورو قومونو په نظر کښې مقدس څرګند کړم.
يو غوَيے، ګډه، يا يو چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې د پوره کولو د نذرانې، يا د رضاکارانه نذرانې يا د ستاسو په مقررو اخترونو کښې د يوې نذرانې په توګه پېش کولے شى، د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
ځکه چې د سولۍ پېغام د هلاکېدونکو په نزد خو بېوقوفى ده خو مونږ دپاره چا چې خلاصون حاصل کړے دے دا د خُدائ پاک قدرت دے.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
ما سره هر څۀ شته او د ضرورت نه راسره زيات دى، او چې ستاسو رالېږلې ډالۍ مې د اِپفروديتوس نه واخستلې نو مطمئن شوم. دا هغه د خوشبويۍ نذرانه او قبوله قربانى ده چې د خُدائ پاک خوښه ده.
او هغوئ څوک چې هلاکېدونکى دى نو هغه به يې په خپل شرارت سره دوکه کړى. ځکه چې نۀ هغوئ د حق سره مينه کوله او نۀ يې هغه حق منلو کوم چې هغوئ ته خلاصون ورکولو.