14 خو د خُدائ پاک شُکر دے چې مونږ يې د هغۀ غلامان کړو او د مسيح د کاميابۍ په جلوس کښې يې روان کړو. او زمونږ تعلق يې د مسيح د پېژندګلو په حقله لکه خوشبوئى په هر ځائ کښې خور کړو.
اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه مونږ بچ کړه، او مونږ د قومونو نه راغونډ کړه، نو چې دغه شان مونږ ستا د مقدس نوم شُکر ادا کړُو او ستا په جلال کښې ستا ثناء صِفت ادا کړُو.
هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے، ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى، يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.
ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده، ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده. نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه
زۀ چې کله تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم او د هغه مُلکونو نه مو راغونډ کړم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوې وئ، نو زۀ به تاسو د ښکلې خوشبو په شان قبول کړم، او زۀ به خپل ځان ستاسو په مينځ کښې او د نورو قومونو په نظر کښې مقدس څرګند کړم.
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى.
د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو.
نو د خُدائ پاک شُکر دے چې تاسو په يو وخت کښې د ګناه غلامان وئ خو اوس د زړۀ د اخلاصه د هغۀ د تعليم فرمانبردار شوئ کوم چې تاسو ته په حواله شوے دے.
خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.
نو يو ته د روح په وسيله د حِکمت کلام ورکړے شى او بل ته د هم هغه روح په وسيله د علميت کلام،
او څۀ چې تاسو کَرئ دا تاسو تيار بوټى نۀ کَرئ بلکې صرف د تخم دانه کَرئ کۀ هغه د غنم وى يا د څۀ بل څيز وى.
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.
او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.
خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ د تيطوس په زړۀ کښې ستاسو دپاره هم زما په شان سرګرمى پېدا کړې ده.
د خُدائ پاک د هغه بېمثاله برکت دپاره شُکر دے.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.
ما سره هر څۀ شته او د ضرورت نه راسره زيات دى، او چې ستاسو رالېږلې ډالۍ مې د اِپفروديتوس نه واخستلې نو مطمئن شوم. دا هغه د خوشبويۍ نذرانه او قبوله قربانى ده چې د خُدائ پاک خوښه ده.
کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.
هم دغه زيرے چې تاسو ته راورسېدو، په ټوله دُنيا کښې خوريږى او مېوه نيسى. لکه څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې هم مېوه ونيوله د هغه ورځې نه چې تاسو د اول ځل دپاره دا زيرے واورېدو او د خُدائ پاک د فضل په حقله په حقيقت پوهه شوئ.
دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.
ځکه چې ستاسو په وجه نۀ يواځې په مِکدونيه او په اخيه کښې د مالِک کلام خور شو بلکې په خُدائ پاک ستاسو ايمان په هر ځائ کښې داسې مشهور شو چې د دې په حقله زمونږ د وينا څۀ حاجت پاتې نۀ شو.
مونږ بيا څنګه ستاسو دپاره د خُدائ پاک شُکر وکړُو د هغه خوشحالۍ په بدل کښې کومه چې ستاسو په وجه مونږ ته د خُدائ پاک په حضور کښې حاصله شوې ده؟
نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بېګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى.
او کومې خبرې چې تا د ډېرو ګواهانو په موجودګۍ کښې زما نه اورېدلى دى هغه داسې وفادارو کسانو ته په حواله کړه څوک چې نورو ته د تعليم ورکولو لائق وى.
هغوئ وئيل چې، ”آمين. برکت، لوئى، حِکمت، شُکر ګزارى، عزت، قُدرت او زور دې تل تر تله زمونږ د خُدائ پاک وى، آمين.“