Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 2:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 کله چې زۀ د مسيح زېرى ورکولو له ترواس ښار ته راغلم نو مالِک زما نه وړاندې د خدمت دروازه کولاو کړې وه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 2:12
20 Iomraidhean Croise  

کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ جماعت يو ځائ راجمع کړو، او د هغه هر څۀ نه يې هغوئ خبر کړل چې خُدائ پاک د دوئ په وسيله کړى وُو، او چې څنګه هغۀ غېر‌يهوديانو ته د ايمان د راوړلو دروازه کولاو کړې وه.


نو مونږ د ترواس نه په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او نېغ ساموتراکې ته او په بله ورځ نياپوليس ته لاړو،


نو هغوئ په موسيه تير شول او ترواس ته لاړل.


هلته پاس په بالاخانه کښې چرته چې مونږ راجمع وُو ډيرې ډيوې بلې شوې وې.


د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے.


ځکه چې زما دپاره د ښۀ خِدمت يو لوئ ور کولاو دے او هلته مخالفين هم ډېر دى.


چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى.


دغه شان مالِک هم حکم کړے دے، څوک چې د زيرى بيانوونکى دى د هغوئ آمدن دې هم د زيرى نه وى.


کۀ زۀ زيرے بيانوم نو په دې څۀ فخر نۀ کوم ځکه چې دا زما فرض دى. او افسوس دے په ما، کۀ زۀ زيرے نۀ بيانوم.


ځکه چې مونږ خپل ځانونه د هغه حد نه زيات لوئ نۀ ګڼو لکه څنګه چې زمونږ د خِدمت په هغه حد کښې وى، ځکه چې مونږ اولنى کسان وُو چې تاسو ته د مسيح د زيرى په ورکولو در رسېدلى يُو.


ځکه کۀ تاسو ته څوک هم راشى او هغه د بل عيسىٰ پېغام درکوى، او کۀ څۀ هم چې د هغۀ پېغام او زمونږ کښې فرق هم وى، يا تاسو ته د روحُ القُدس په ځائ څۀ بل روح درکړے شى، يا چې تاسو کوم زيرے قبول کړے دے د هغې نه علاوه بل زيرے درکړى، نو بيا خو هغه تاسو ډېر په خوشحالۍ اورئ.


ولې ما دا ګناه وکړه چې مې تاسو ته د خُدائ پاک زيرے مفت در ورسولو او ځان مې لاندې کړو د دې دپاره چې تاسو اوچت شئ؟


او کۀ چرې زمونږ په زېرى پړده پرته ده نو دا د هغوئ نه پټه ده څوک چې هلاکېدونکى دى.


شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بې‌ايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.


د هغۀ سره مونږ خپل هغه ورور درلېږُو څوک چې په ټولو جماعتونو کښې د زيرى د پېغام ورکولو دپاره مشهور دے.


نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ.


او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته د کلام دپاره ور کولاو کړى چې مونږ د مسيح هغه راز بيان کړُو چې د کوم په سبب زۀ قېد کښې يم،


نو مونږ تيموتيوس چې زمونږ ورور او د مسيح په زېرى کښې د خُدائ پاک خادِم دے د دې دپاره درولېږلو چې هغه تاسو مضبوط کړى او تاسو له په ايمان کښې ډاډګيرنه درکړى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan