10 هر څوک چې تاسو معاف کوئ هغه زۀ هم معاف کوم، ځکه څۀ چې ما معاف کړل دا ما ستاسو دپاره د مسيح په اختيار معاف کړل،
زۀ تاسو ته دا وايم، هر څۀ چې تاسو په زمکه منع کړئ هغه به په آسمان کښې هم منع شى او څۀ چې تاسو په زمکه روا کړئ هغه به په آسمان کښې هم روا شى.
کۀ چرې تاسو د چا ګناهونه وبخښئ نو هغوئ به وبخښلے شى، او کۀ تاسو هغوئ ونۀ بخښئ نو هغوئ به ونۀ بخښلے شى.“
کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ په نوم راجمع شئ او زۀ تاسو سره په روح کښې موجود يم، او چې زمونږ د مالِک عيسىٰ قدرت هم راسره موجود وى،
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ.
او بيا هم په پاکۍ، په عِلم، په صبر، په مهربانۍ، په روحُ القُدس او په بېريا مينې سره ځان ښکاره کوُو.
نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.