1 نو ما په خپل زړۀ کښې دا اراده وکړه چې تاسو ته د بل غم درکولو په وجه نۀ درځم.
نو مريدانو فېصله وکړه چې هر يو به د خپل طاقت په مطابق هغه ايماندارانو له امداد ورلېږى چې په يهوديه کښې اوسيږى.
په دې د پولوس او برنباس د هغوئ سره ډېر سخت بحث وشو او جماعت دا فېصله وکړه چې پولوس او برنباس دې سره د نورو ايماندارانو يروشلم ته لاړ شى چې په دې مسئله د رسولانو او د نورو مشرانو سره خبرې وکړى.
د برنباس دا خواهش وو چې يوحنا چې ورته مرقوس وائى د ځان سره بوځى.
کله چې زۀ تاسو سره وم نو ما دا فېصله کړې وه چې تاسو ته په سولۍ شوى عيسىٰ مسيح نه بغېر نور د هيڅ بيان ونۀ کړم.
نو تاسو څۀ وايئ چې زۀ تاسو ته کوتک په لاس يا په مينه د نرمۍ په روح کښې درشم؟
زۀ اګر کۀ په جسمانى طور موجود نۀ يم خو په روحانى طور موجود يم. او په داسې کس ما داسې فېصله واوروله لکه چې زۀ تاسو سره موجود يم.
خُدائ پاک ګواه دے چې زۀ ستا د بچ کېدو دپاره کورنتوس ته واپس رانۀ غلم.
نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.
ما د ډېر مصيبت او د خفګان په حالت کښې په ډېرو اوښکو سره دا ځکه تاسو ته وليکل د دې دپاره نه چې تاسو دې غمژن شئ بلکې د دې دپاره چې تاسو ته د هغه بېحده مينې پته ولګى، کومه چې زما تاسو سره ده.
ما دا اراده وکړه چې تاسو ته ارتِماس يا تخيکوس درولېږم. نو چې په دوئ دواړو کښې هر يو درورسيږى نو چې ما سره مِلاو شئ ځکه چې ما په نيکوپوليس کښې د ژمې تېرولو فېصله کړې ده.