9 نو ځکه مونږ خوشحاله يُو کله چې مونږ کمزورى يُو او تاسو زورَور يئ. او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو په ايمان کښې پاخۀ شئ.
مونږ کښې دې هر يو خپل ګاونډى خوشحاله ساتى د دې مقصد دپاره چې د هغۀ ايمان مضبوط شى.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.
او زۀ تاسو ته په عاجزۍ، ويره او رپېدو راغلم.
مونږ د مسيح په خاطر بېوقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو.
کۀ فخر کول ضرورى وى نو په کار دے چې زۀ په هغه څيزونو فخر وکړم چې زما کمزورۍ ښکاره کوى.
اے وروڼو او خوېندو زما آخرى خبره دا ده چې، خوشحاله اوسئ، په هر څۀ کښې بالغان شئ، يو بل ته ډاډګيرنه ورکوئ، په امن سره اوسېږئ، نو بيا به د مينې او د سلامتۍ خُدائ پاک تاسو سره وى.
ځکه چې هغه په کمزورتيا کښې په سولۍ کړے شو خو د خُدائ پاک د قدرت په سبب ژوندے دے. او مونږ هم په هغۀ کښې کمزورى يُو خو د هغۀ سره به د خُدائ پاک د هغه قدرت په سبب ژوندى يُو چې ستاسو اصلاح وکړو.
نو مونږ مرګ سره مخ کيږُو د دې دپاره چې تاسو ته ابدى ژوند مِلاو شى.
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو.
اِپفراس چې ستاسو نه يو دے او د عيسىٰ مسيح خادِم دے هغه هم تاسو ته سلام وائى. هغه همېشه تاسو دپاره لاس په دُعا دے چې ستاسو ايمان مضبوط شى، او د خُدائ پاک د پوره مرضۍ په مطابق خپل ژوند تېر کړئ.
مونږ شپه او ورځ د زړۀ نه ډېره دُعا کوُو چې مونږ تاسو بيا ووينو او ستاسو د ايمان کموالے پوره کړُو.
د دې دپاره چې د خُدائ پاک خِدمتګاران د دې قابل شى او د هر نېک کار کولو دپاره تيار شى.
او تاسو د خُدائ پاک اول پېدا شوو مجلس ته راغلى يئ د چا نومونه چې په آسمان کښې ليکلے شوى دى. تاسو خُدائ پاک له راغلى يئ چې د ټولو خلقو منصف دے، او تاسو د صادقانو روحونو ملاقات له راغلى يئ چې کامِل شوى دى،
هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين.
نو راځئ چې د مسيح په حقله د ابتدائى تعليم خبرې پرېږدو او د بلوغيت په طرف قدم اوچت کړُو. مونږ ته د دې ابتدائى کارونو د بار بار کولو ضرورت نشته لکه د شرارت اميز عملونو نه توبه کول او په خُدائ پاک ايمان راوړل
د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.