Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 13:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 زۀ اُميد کوم چې تاسو ته به پته ولګى چې مونږ ناکامه نۀ يُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 13:6
6 Iomraidhean Croise  

او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.


ځکه چې زۀ يرېږم، هسې نه چې کله زۀ درشم او تاسو چې څنګه غواړم هغه شان مو ونۀ مومم، او څنګه چې تاسو نۀ غواړئ ما هغه شان ومومئ، زۀ يرېږم چې په تاسو کښې جګړه، کينه، غصه، خود غرضى، بده وينا، غېبتونه، ډوزې او فساد نۀ وى.


نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.


تاسو خپل ځانونه وآزمايئ چې ستاسو ايمان په ځائ دے او کۀ نه. خپل ځانونه ولټوئ. ولې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې عيسىٰ مسيح په تاسو کښې اوسيږى؟ کۀ په تاسو کښې هغه نۀ وى، نو بيا ستاسو ايمان بې‌ځايه دے.


خو مونږ د خُدائ پاک نه دا دُعا غواړو چې تاسو څۀ بد کار ونۀ کړئ، د دې دپاره نه چې مونږ کامياب ښکاره شُو بلکې د دې دپاره چې تاسو نېکى وکړئ، خير دے کۀ مونږ ناکاميابه ښکاره شُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan