2 ما هغوئ او هغه نور ټول خبردار کړل چا چې مخکښې ګناه کړې وه، او زۀ هغوئ اوس هم هغه شان په غېر موجودګۍ کښې خبرداروم څنګه چې ما په دوېم ځل کړى وُو، چې زۀ بيا راشم نو ضرور به سزا ورکړم.
نو تاسو دا سړے د هلاکت دپاره شېطان ته وسپارئ، نو د هغۀ ګناه ګار بدن به هلاک شى خو د هغۀ روح به د مالِک خُدائ د قيامت د راتلو په ورځ خلاصون بيا مومى.
خُدائ پاک ګواه دے چې زۀ ستا د بچ کېدو دپاره کورنتوس ته واپس رانۀ غلم.
ګورئ، په درېم ځل زۀ تاسو له راتلو ته تيار يم او په تاسو به بوج وانۀ چوم، ځکه چې زۀ ستاسو د مال نه بلکې ستاسو غوښتونکے يم. ځکه چې ماشومان مور پلار نۀ ساتى بلکې مور پلار ماشومان ساتى.
نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.