8 د دې په حقله ما مالِک ته درې ځله سوال زارى وکړه چې دا تکليف زما نه لرې کړى.
کۀ هغه دا څيز ووينځى او داغونه ورک شى، هغه به دا بيا ووينځى او دا به پاک شى.
داسې درې ځله وشول او بيا هغه هر څۀ دوباره آسمان ته پورته کړے شول.
روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى. مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے.
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله.