7 او د دې عجيبه روحانى کشفونو په وجه چې زۀ پرې مغروره نۀ شم زما په بدن کښې د شېطان فرښتې زما د تکليف دپاره ازغے وټومبلو، چې زۀ فخر ونۀ کړم.
چې کله هغه سړى ته پته ولګېده چې مقابله يې نۀ شوه ګټلے، نو هغۀ يعقوب په پتُون ووهلو او پتُون يې د بند نه ووتلو.
نمر راختلو چې يعقوب د فنواېل نه تلو او د خپل پتُون په وجه ګډ ګډ روان وو.
خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربانګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله.
او چې کله د بابل سفير د هغه عجيبه واقعې د معلومولو دپاره راغلو چې کومه په هغه مُلک کښې شوې وه، نو خُدائ پاک حزقياه د دې دپاره يواځې پرېښودو چې د هغۀ نېت معلوم کړى.
نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده هغه ستا په اختيار کښې دے خو هغه ژوندے پرېږده.“
نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو او په ايُوب باندې يې د سر نه تر پښو پورې خرابې دانې راوخېژولې.
”د بنى اِسرائيلو د خلقو به نور کينه لرونکى ګاونډيان نۀ وى کوم چې لکه د درد ورکونکى ازغو او تېرۀ غنو په شان وُو. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.
خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو.
نو زۀ به هغه د ازغو په باړ کښې راګېره کړم او د هغې په لار کښې به يو دېوال جوړ کړم، چې د هغې نه خپله لاره ورکه شى.
خو کۀ تاسو د هغه مُلک اوسېدونکى ونۀ شړل، نو هغوئ به ستاسو دپاره داسې وى لکه چې په سترګو کښې تېرۀ خسڼے او د لارې خنډ وى، چرته چې تاسو اوسېږئ نو هلته به هغوئ تاسو له تکليف درکوى.
بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو،
خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“
او دلته دا مور د اِبراهيم لور ده چې د اتلسو کالو راسې شېطان قېد کړې وه ولې دا ښۀ خبره نۀ ده چې د سبت په ورځ هغه د دې قېد نه آزاده شى؟“
په دې موجوده وخت کښې مونږ اوږى، تږى يُو، کپړې مو زړې دى او وهلے شوى يُو او بېکوره يُو،
نو تاسو دا سړے د هلاکت دپاره شېطان ته وسپارئ، نو د هغۀ ګناه ګار بدن به هلاک شى خو د هغۀ روح به د مالِک خُدائ د قيامت د راتلو په ورځ خلاصون بيا مومى.
ځکه چې د ځينو خلقو زما په حقله دا سوچ دے چې، د هغۀ خطونه اثرناک او زبردست دى خو چې کله هغه په خپله حاضر وى نو کمزورے وى او د هغۀ تقرير فضول وى.
او هره هغه کبرژنه خبره چې د خُدائ پاک د عِلم خلاف وى تباه کوُو او په هر يو نافرمانه خيال قبضه کوُو د دې دپاره چې د مسيح تابعدار شى.
ځکه چې تاسو هغوئ هم زغمئ څوک چې تاسو غلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګېروى، يا خپل ځان لوئ جوړوى، يا ستاسو په مخ څپېړه درکوى.
ما ته فخر کول ضرورى دى، اګر کۀ دا فائده مند نۀ دى خو زۀ به د مالِک د روياګانو او د مکاشفې ذکر وکړم.
تاسو ته به ياد وى کوم زيرے چې ما تاسو ته اول اورولے وو په هغه وخت کښې زۀ بيمار وم.
نو هغه به خپل ځان د خپلو خلقو نه اوچت نۀ ګڼى او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى به نۀ کوى. نو هغه به ډېر وخت پورې حکومت وکړى او د هغۀ اولاد به ډېره موده په بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى وکړى.
نو دا خبره يقينى کړئ چې تاسو مغروره نۀ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ چې هغۀ تاسو د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.
په کار دے چې هغه دې نوے ايماندار نۀ وى، هسې نه چې هغه مغروره شى او خُدائ پاک يې مجرم وګرځوى لکه څنګه چې يې اِبليس ګرځولے وو.
اوس زۀ تاسو ته وايم چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به دا خلق نۀ شړم. هغوئ به ستاسو دشمنان شى او د هغوئ معبودان به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“