Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 12:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو کۀ زۀ فخر کول هم غواړم نو بې‌وقوفه به نۀ يم ځکه چې زۀ به رښتيا وايم، خو بيا هم نۀ وايم ځکه چې څوک ما د هغۀ نه زيات ونۀ ګڼى څنګه چې مې وينى يا له ما نه اورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 12:6
12 Iomraidhean Croise  

کۀ داسې نۀ وى نو څوک به ما دروغژن ثابت کړى، او چې ښکاره کړى چې زۀ څۀ وايم نو هغه تشې خبرې دى؟“


زۀ په مسيح کښې رښتيا وايم، دروغ نۀ وايم، او زما خپل ضمير د روحُ القُدس په وسيله د دې تصديق کوى،


اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو.


څنګه چې خُدائ پاک رښتينے دے دغه شان زمونږ خبره تاسو سره پخه ده، يعنې دا چې ”آو“ په ځائ ”آو“ او د ”نه“ په ځائ ”نه.“


زۀ بيا وايم چې ما دې څوک بې‌وقوف ونۀ ګڼى خو کۀ ګڼى مې نو د بې‌وقوف په شان مې قبول کړئ نو چې زۀ هم لږ شان فخر وکړم.


د مالِک عيسىٰ د خُدائ پاک او پلار حمد و ثنا دې همېشه وى، هغه خبر دے چې زۀ دروغ نۀ وايم.


زۀ بې‌وقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.


او د دې عجيبه روحانى کشفونو په وجه چې زۀ پرې مغروره نۀ شم زما په بدن کښې د شېطان فرښتې زما د تکليف دپاره ازغے وټومبلو، چې زۀ فخر ونۀ کړم.


ځکه کۀ مونږ په خود کښې نۀ يُو نو د خُدائ پاک دپاره يُو او کۀ په خود کښې يُو نو ستاسو دپاره يُو.


ځکه کۀ ما د هغۀ په وړاندې ستاسو په باب کښې څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکې څنګه چې مونږ تاسو ته ټولې خبرې په رښتيا وکړې نو هم هغه شان هغه فخر چې مونږ د تيطوس په وړاندې وکړو، هغه هم رښتيا ثابت شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan