5 زۀ به په داسې سړى خو فخر کوم خو په خپل ځان به بغېر د خپلو کمزوريانو نه فخر ونۀ کړم.
چې دغه شان د يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوې هغه پېشګوئې پوره شى چې، ”هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.“
او زۀ تاسو ته په عاجزۍ، ويره او رپېدو راغلم.
کۀ فخر کول ضرورى وى نو په کار دے چې زۀ په هغه څيزونو فخر وکړم چې زما کمزورۍ ښکاره کوى.
ما ته فخر کول ضرورى دى، اګر کۀ دا فائده مند نۀ دى خو زۀ به د مالِک د روياګانو او د مکاشفې ذکر وکړم.