4 آسمان ته اوچت کړے شو، او داسې خبرې يې واورېدلې چې د هغې وئيل ناممکنه دى او انسان ته د هغه خبرو بيانول ناروا دى.
ما هغه په ګڼو څانګو ښکلې کړې وه، د خُدائ پاک په باغِ عدن کښې ټولو ونو ورسره سيالى کوله.
هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به نن ما سره په جنت فردوس کښې يو ځائ يې.“
کله چې هغوئ د اوبو نه رابهر شُو نو د مالِک روح سمدستى فيليپوس د هغۀ نه غېب کړو او هغه د خصى د سترګو نه پناه شو خو خصى په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان وو.
کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم.
زۀ په مسيح کښې يو سړے پېژنم څوک چې څوارلس کاله مخکښې اوچت کړے شو او آخرى آسمان ته پورته کړے شو، خو زۀ خبر نۀ يم چې په وجود کښې وو او کۀ د وجود نه بغېر وو، خُدائ پاک ته پته ده.
او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.
د هغې ماشوم پېدا شو چې هلک وو کوم چې به په ټولو قومونو يعنې زورَور حکومت کوى. خو د هغې ماشوم سمدستى خُدائ پاک ته ونيولے شو او د هغۀ تخت ته راوستے شو.
د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.