13 تاسو په کومه خبره کښې د نورو جماعتونو نه کم وئ بې له دې چې ما په خپله په تاسو بوج وانۀ چولو؟ زما دا غلطى معاف کړئ.
تاسو او ستاسو خاندان هغه پاتې شوې برخه په هر ځائ کښې خوړلے شئ، ځکه چې دا ستاسو د مقدسې خېمې د خِدمت مزدورى ده.
پولوس هلته ورسره اوسېدلو او دوئ سره يې يو ځائ کار کولو ځکه چې د دوئ هم د هغۀ په شان د تمبوانو جوړولو کسب وو.
چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى.
يا يواځې زۀ او برنباس د ژوند تېرولو دپاره په خوارۍ مزدورۍ پړ يُو څۀ؟
ګورئ، په درېم ځل زۀ تاسو له راتلو ته تيار يم او په تاسو به بوج وانۀ چوم، ځکه چې زۀ ستاسو د مال نه بلکې ستاسو غوښتونکے يم. ځکه چې ماشومان مور پلار نۀ ساتى بلکې مور پلار ماشومان ساتى.