11 زۀ بېوقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.
دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله.
دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“
او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم.
نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى،
کۀ مونږ د څۀ قسم مصيبتونو سره مخامخ کيږُو نو دا ستاسو د تسلۍ او خلاصون دپاره او کۀ مونږ تسلى مومو نو دا ستاسو د تسلۍ دپاره دى چې تاسو هم هغه تکليفونه په صبر سره تېر کړئ کوم تکليفونه چې مونږه هم تېروو.
زما خواهش دے چې تاسو ما سره لږ شان بېوقوفى وزغمئ. آو، تاسو يې ما سره زغمئ.
زۀ خو خپل ځان ستاسو د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه کم نۀ ګڼم.
د رښتينى رسول نښې ستاسو په وړاندې ما په ډېر صبر سره په نښو او په معجزو او عجيبه کارونو ښکاره کړې.
خو کۀ زۀ فخر کول هم غواړم نو بېوقوفه به نۀ يم ځکه چې زۀ به رښتيا وايم، خو بيا هم نۀ وايم ځکه چې څوک ما د هغۀ نه زيات ونۀ ګڼى څنګه چې مې وينى يا له ما نه اورى.
ولې بيا مونږ د خپلې نېک نامۍ ډنډوره غږوو؟ او يا مونږ ته لکه د نورو خلقو په شان د سفارشى خطونو ضرورت دے څۀ؟
ځکه کۀ مونږ په خود کښې نۀ يُو نو د خُدائ پاک دپاره يُو او کۀ په خود کښې يُو نو ستاسو دپاره يُو.
کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى.
اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم،