Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 11:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ځکه کۀ تاسو ته څوک هم راشى او هغه د بل عيسىٰ پېغام درکوى، او کۀ څۀ هم چې د هغۀ پېغام او زمونږ کښې فرق هم وى، يا تاسو ته د روحُ القُدس په ځائ څۀ بل روح درکړے شى، يا چې تاسو کوم زيرے قبول کړے دے د هغې نه علاوه بل زيرے درکړى، نو بيا خو هغه تاسو ډېر په خوشحالۍ اورئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 11:4
12 Iomraidhean Croise  

بيا عيسىٰ هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”تاسو په چالاکۍ سره د خُدائ پاک حکم ماتوئ، صرف چې د خپلو رواياتو پابندى وکړئ.


د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“


ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو.


ځکه چې هيڅوک هم بل بنياد نۀ شى اېښودلے بغېر د هغه بنياد نه چې اېښودلے شوے دے، او هغه بنياد عيسىٰ مسيح دے.


زما خواهش دے چې تاسو ما سره لږ شان بې‌وقوفى وزغمئ. آو، تاسو يې ما سره زغمئ.


کله چې زۀ د مسيح زېرى ورکولو له ترواس ښار ته راغلم نو مالِک زما نه وړاندې د خدمت دروازه کولاو کړې وه،


زۀ ستاسو نه صرف دا پته کول غواړم چې تاسو په شريعت په عمل کولو روحُ القُدس وموندلو يا مو چې څۀ واورېدل په هغې د ايمان راوړلو په وسيله؟


لکه څنګه چې مِکدونيه ته د تلو په وخت ما په تا زور راوړو چې په اِفِسوس کښې پاتې شه او ځينې کسانو له هدايت ورکړه چې غلط تعليم ورنۀ کړى.


ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan