33 خو زۀ د ښار د دېوال د کړکۍ نه په ټوکرۍ کښې کوز کړے شوم او د هغۀ د پنجې نه بچ شوم.
مونږ لکه د مرغۍ په شان د ښکارى د دام نه وتښتېدلو، او جال شلېدلے وو او مونږ ترې وتښتېدلو.
او د هغۀ مريدانو هغه شپه په شپه د ښار په دېوال په يوه بانګۍ کښې لاندې کوز کړو.
تۀ داسې وکړه چې کله مونږ ستاسو په مُلک حمله وکړُو نو تۀ په کړکۍ کښې دا سره رسۍ وتړه د کومې نه چې تۀ مونږ کوزوې. خپل مور پلار، وروڼه او د خپل پلار ټول خاندان کور ته دننه راوله.
هغې د يوې کړکۍ نه هغه کوز کړو او هغه په منډه منډه وتښتېدو.