32 چې زۀ په دمشق کښې وم نو د ارِتاس بادشاه ګورنر د ټول ښار نه چاپېره څوکۍ کښېنولې وه چې ما ګرفتار کړى.
نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“
او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى.
نو ساؤل د زمکې نه راپورته شو، خو کله چې هغۀ خپلې سترګې کولاو کړې نو څۀ ورته نۀ ښکارېدل، نو د هغۀ ملګرو هغه د لاسه ونيولو او دمشق ته يې بوتلو.
زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېريهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم،