28 د دې خبرو نه علاوه، چې په ما کوم د روزانه غم دے هغه د ټولو جماعتونو دپاره زما په زړۀ کښې سوچ دے.
نو څو ورځې پس پولوس برنباس ته ووئيل چې، ”راځه چې واپس لاړ شُو او ايماندارانو سره مِلاو شُو په هر هغه ښار کښې چرته چې مونږ د مالِک کلام اورولے وو او د هغوئ د حال نه ځان خبر کړُو.“
هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس هغه په سفر روان شو او د ګلتيه او فروګيه په مُلک کښې وګرځېدو او ټولو مريدانو ته يې ډاډ ورکړو.
کله چې هغۀ په هغه علاقو کښې سفر کولو نو ايماندارانو له يې ډاډګيرنه ورکوله او هغه بيا يونان ته راغلو،
په دې دوران کښې په ټوله يهوديه، ګليل او سامريه کښې جماعتونه په امن وُو او دا نور هم مضبوطېدل او د مالِک په يره کښې يې د روحُ القُدس په مدد سره ترقى موندله او د هغوئ شمېر زياتېدو.
زۀ د مهذب او د غېر مهذب خلقو، د عالمانو او د عاميانو، د ټولو احسان مند يم.
زۀ اوس تاسو غېريهوديانو ته وايم چې زۀ د غېريهوديانو دپاره هم رسول يم او زۀ خپل خِدمت ته زور ورکوم،
چې زۀ غېريهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېريهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى.
هغوئ زما دپاره خپل ځانونه په خطره کښې هم واچول او نۀ صرف زۀ بلکې د غېريهوديانو ټول جماعتونه د هغوئ شُکر ګزارى کوى.
خو بيا هم هر يو کس ته په کار دى چې هغه شان ژوند تير کړى کوم چې مالِک ورته مقرر کړے دے او کوم ته چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په ټولو جماعتونو کښې زما دا دستور دے.
زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې زۀ ستاسو دپاره او د لوديکيانو د جماعت دپاره او د هغوئ ټولو دپاره چا چې زۀ مخامخ نۀ يم ليدلے، څومره خوارى کوم.