25 درې ځله زۀ په چُوکو ووهلے شوم، يو ځلې سنګسار کړے شوم، درې ځلې راباندې د اوبو جهازونه تباه شول او يوه شپه او ورځ سمندر په مخه کړے وم.
او غېريهوديانو خلقو ته به يې حواله کړى هغوئ به ورپورې ټوقې وکړى، په کوړو به يې ووهى او په سولۍ به يې وخېژوى، او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“
خو هغوئ د هغۀ نوکران ونيول، يو يې ووهلو، دوېم يې مړ کړو او درېم يې سنګسار کړو.
بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے.
خو غېريهوديانو او يهوديانو په يو ځائ د ښار د حاکمانو سره داسې منصوبه جوړه کړه چې دوئ به هغوئ بېعزته او سنګسار کړى.
د شپې په هم هغه وخت د جيل مشر هغوئ ځان سره بوتلل او زخمونه يې ورله ووينځل، نو په هم هغه ساعت هغوئ بيا هغۀ ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړه.
خو پولوس آفسرانو ته ووئيل چې، ”باوجود د دې چې مونږ سره د روم شهريت دے خو هغوئ مونږ د خلقو په وړاندې بېګناه بېخطا ووهلو. او مونږ يې قېد کړو او اوس مو په پټه وباسى څۀ؟ بلکل نه، هغوئ دې په خپله راشى او مونږ دې بهر کړى.“
نو کمان آفسر حُکم وکړو چې، ”پولوس قلعې ته واپس بوځئ،“ او هدايت يې ورکړو چې، ”په کوړو وهلو ترې بيان واخلئ او دا وجه ترې معلومه کړئ چې د هغۀ خلاف دا هنګامه ولې راپورته شوې ده.“
او په ايمان او په ښۀ ضمير قائم پاتې شئ. ځينو خلقو د خپل ضمير ونۀ منل، نو د هغوئ د ايمان بيړه غرقه شوه.
ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل.