21 زۀ په شرم سره وايم چې په دې کولو کښې مونږ ډېر کمزورى وُو. خو کۀ څوک فخر کوى نو زۀ به هم فخر کوم، زۀ دا د يو بېوقوف په طور وايم.
ځکه چې د ځينو خلقو زما په حقله دا سوچ دے چې، د هغۀ خطونه اثرناک او زبردست دى خو چې کله هغه په خپله حاضر وى نو کمزورے وى او د هغۀ تقرير فضول وى.
زما خواهش دے چې تاسو ما سره لږ شان بېوقوفى وزغمئ. آو، تاسو يې ما سره زغمئ.
زۀ چې د دې فخر او جرأت په حقله څۀ وايم هغه د مالِک په اختيار نه بلکې د بېوقوف په شان وايم.
نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.
مونږ په هر حالت کښې په عزت او بېعزتۍ، په بدنامۍ او په نېک نامۍ کښې د خُدائ پاک خِدمت کوُو. اګر کۀ دوئ مونږ دوکه باز ګڼى خو بيا هم رښتينى يُو،