2 زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک په شان غېرت محسوسوم، ځکه چې ما يو خاوند سره ستاسو د وادۀ کولو او مسيح ته تاسو د يوې پاکې پېغلې په شان د حاضرولو وعده کړې ده.
ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے، هغه د ټولې دُنيا خُدائ پاک دے.
هغوئ دې کونډو او طلاقو شوو ښځو سره وادۀ ونۀ کړى، هغوئ دې صرف د بنى اِسرائيلو د نسل پېغلو سره يا د اِمامانو کونډو سره وادۀ کوى.
ناوې د وادۀ د زلمى وى او د وادۀ د زلمى دوست څوک چې ورسره نزدې ولاړ وى نو هغه چې کله د هغۀ خبرې اورى، نو د زلمى په آواز اورېدو ډېر خوشحاليږى. نو دغه شان زما خوشحالى هم پوره کيږى.
نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو.
ځکه چې کۀ په مسيح کښې ستاسو اُستاذان بېشمېره هم وى خو بيا هم ستاسو روحانى پلار يو دے، او د زيرى په وسيله زۀ په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو پلار شوم.
ځکه چې مونږ ته پته ده چا چې مالِک عيسىٰ ژوندے کړے دے هغه به مونږ هم د عيسىٰ سره ژوندى کړى او سره ستاسو به مو خپلې مخې ته حاضر کړى.
زۀ ستاسو په حقله دا يره محسوسوم هسې نه چې کومه خوارى چې ما په تاسو کړې ده هغه عبث لاړه شى.
خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ څومره د عيسىٰ مسيح په مينه کښې ستاسو ټولو د ليدلو خواهشمند يم.
نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو.
څنګه چې تاسو ته پته ده چې مونږ تاسو هر يو سره داسې سلوک وکړو څنګه چې يو پلار د خپلو بچو سره کوى،
دا هغه خلق دى چا چې خپل ځانونه د ښځو سره د يو ځائ کېدو نه ساتلى دى، او ګډُورى پسې روان دى چرته چې هم ګډُورے ځى. دوئ د خُدائ پاک او د ګډُورى دپاره د بنى آدمو نه د اولنۍ مېوې په طور په بيعه اخستے شوى دى.