12 خو زۀ به خپل کار لکه د مخکښې په شان جارى ساتم. زما دا کار به هغه خلق د دې نه منع کړى چې څوک چې د دې موقعې پسې ګرځى چې په خپلو کارونو زمونږ د خِدمت په شان فخر وکړى.
خو هغه بدلېدونکے نۀ دے، نو د هغۀ فېصله څوک بدلولے شى؟ چې د هغۀ څۀ رضا وى نو هم هغه کوى.
د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.
ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. ولې تاسو خبر نۀ يئ چې لږه شان خمبيره په قلپۍ کښې ټول اخښلے شوى اوړۀ خمبيره کوى؟
چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى.
تاسو ما ته دا ووايئ چې ګنې ما خپله منصوبه داسې جوړه کړې وه څۀ؟ لکه د دُنياوى خلقو په شان په يوه اراده نۀ وى چې په يوه لحظه کښې ”آو“ او په بله لحظه ”نه“ وائى؟
خو، ”هر څوک چې فخر کوى نو هغه دې په مالِک فخر وکړى.“
ځکه چې ډېر خلق په انسانى طور فخر کوى، زۀ به يې هم کوم.
او کله چې زۀ تاسو سره وم او حاجتمند وم نو ما په چا بوج وانۀ چولو ځکه چې د مِکدونيه نه وروڼه راغلى وُو او زما حاجت يې پوره کړو او ما په هره خبره کښې په تاسو د بوج اچولو نه ځان ساتلے دے او ساتم به يې هم.
نو مونږ خپله نېک نامى په تاسو بيا نۀ زياتوو بلکې مونږ په خپله تاسو له موقع درکوو چې په مونږ فخر وکړئ د دې دپاره چې تاسو هغوئ له جواب ورکولے شئ څوک چې په ظاهره فخر کوى خو په زړۀ کښې نه.
اګر چې بل زيرے نشته. خو داسې خلق شته چې هغوئ دا غواړى چې تاسو بېلارې کړى او د مسيح د زيرى مقصد درته بدل کړى.
نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.