Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 10:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ځکه کۀ زۀ په هغه اختيار څۀ لږ فخر کوم چې ستاسو د جوړولو دپاره ما ته مالِک راکړے دے، نه چې ستاسو د ورانولو دپاره، نو زۀ په داسې کولو پښېمانه نۀ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 10:8
12 Iomraidhean Croise  

زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.


ځکه چې زمونږ د جنګ وسلې انسانى نۀ دى بلکې زمونږ وسلې د مضبوطو قلاګانو د نړولو دپاره د خُدائ پاک د قُدرت دى. مونږ پرې هر قسمه غلط بحثونه


زۀ د خپلو خطونو په وسيله ستاسو د يرولو کوشش کول نۀ غواړم.


کېدے چې تاسو دا سوچ کوئ چې مونږ ستاسو په وړاندې د خپل ځان دفاع کوُو؟ خو مونږ د خُدائ پاک په وړاندې په مسيح کښې خبرې کوُو. خوږو عزيزانو، دا هر څۀ مونږ ستاسو د ترقۍ دپاره کوُو.


خو کۀ زۀ فخر کول هم غواړم نو بې‌وقوفه به نۀ يم ځکه چې زۀ به رښتيا وايم، خو بيا هم نۀ وايم ځکه چې څوک ما د هغۀ نه زيات ونۀ ګڼى څنګه چې مې وينى يا له ما نه اورى.


نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.


ځکه چې مونږ د حق خِلاف هيڅ نۀ شُو کولے خو د حق آواز اوچتولے شُو.


ځکه کۀ ما د هغۀ په وړاندې ستاسو په باب کښې څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکې څنګه چې مونږ تاسو ته ټولې خبرې په رښتيا وکړې نو هم هغه شان هغه فخر چې مونږ د تيطوس په وړاندې وکړو، هغه هم رښتيا ثابت شو.


زۀ په تاسو مطمئن يم او په تاسو ډېر فخر کوم. ما ته پوره تسلى حاصله ده او په خپلو ټولو مصيبتونو کښې بيا هم بې‌حده خوشحاله يم.


د پولوس رسول د طرف نه، چې نۀ هغه انسانانو مقرر کړو، او نۀ يې د بل چا نه رسالت حاصل کړو، بلکې عيسىٰ مسيح او خُدائ پلار په خپله مقرر کړو، چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړو.


او هم په دې وجه زۀ دا تکليفونه زغمم. خو زۀ نۀ شرمېږم، ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan