6 کله چې ستاسو فرمانبردارى کامله شى نو بيا مونږ تيار يُو چې د هر قِسم نافرمانۍ سزا ورکړُو.
سره د دې چې تاسو په شريعت فخر کوئ نو بيا ولې تاسو د شريعت په ماتولو د خُدائ پاک سپکاوے کوئ؟
نو تاسو څۀ وايئ چې زۀ تاسو ته کوتک په لاس يا په مينه د نرمۍ په روح کښې درشم؟
نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.
ما هغوئ او هغه نور ټول خبردار کړل چا چې مخکښې ګناه کړې وه، او زۀ هغوئ اوس هم هغه شان په غېر موجودګۍ کښې خبرداروم څنګه چې ما په دوېم ځل کړى وُو، چې زۀ بيا راشم نو ضرور به سزا ورکړم.
ما هم په دې وجه دا وليکل چې تاسو وآزمائيم چې تاسو په ټولو خبرو کښې زما تابعدار يئ او کۀ نه.
او هر کله چې هغۀ ته ستاسو د ټولو فرمانبردارۍ راياديږى او چې تاسو څنګه په ويره او رپېدلو هغه قبول کړو نو تاسو سره د هغۀ د زړۀ مينه نوره هم زياتيږى.
په هغوئ کښې هميناوس او سکندر شامل دى چې ما شېطان ته حواله کړل چې هغوئ دا زده کړى چې نور کُفر ونۀ غروى.
نو کۀ زۀ درغلم نو هغه کارونه به درته په ګوته کړم کوم چې هغه کوى او زمونږ خلاف فضول او بدې خبرې کوى، او لا په دې هم نۀ صبريږى بلکې زمونږ وروڼو ته د هر کلى وئيلو نه هم اِنکار کوى او څوک چې داسې کوى هغوئ هم منع کوى تر دې چې د جماعت نه يې هم شړى.