2 بلکې زۀ تاسو ته دا خواست کوم چې زما د حاضرېدو په وخت ما په سخته رويه مۀ مجبوروئ، لکه د چا چې زما په حقله دا خيال دے چې زمونږ خِدمت د دُنياوى طريقې په مطابق دے.
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
نو چې د شريعت صحيح تقاضا په مونږ کښې پوره شى چې بيا د روح په مطابق ژوند تېروو، نه چې د ګناه د فطرت په مطابق.
څوک چې د ګناه د فطرت په اختيار کښې دى هغوئ د ګناه سوچ لرى خو څوک چې د روح په اختيار کښې دى هغوئ روحانى سوچ لرى.
تاسو ما ته دا ووايئ چې ګنې ما خپله منصوبه داسې جوړه کړې وه څۀ؟ لکه د دُنياوى خلقو په شان په يوه اراده نۀ وى چې په يوه لحظه کښې ”آو“ او په بله لحظه ”نه“ وائى؟
زۀ په شرم سره وايم چې په دې کولو کښې مونږ ډېر کمزورى وُو. خو کۀ څوک فخر کوى نو زۀ به هم فخر کوم، زۀ دا د يو بېوقوف په طور وايم.
نو زۀ دا خبرې په خپلې غېر موجودګۍ کښې د دې دپاره ليکم نو کله چې زۀ درشم چې زۀ د هغه اختيار په استعمالولو کښې سختى ونۀ کړم کوم اختيار چې مالِک ما له ستاسو د جوړولو دپاره راکړے دے، او نۀ چې د ورانولو دپاره.
ما هغوئ او هغه نور ټول خبردار کړل چا چې مخکښې ګناه کړې وه، او زۀ هغوئ اوس هم هغه شان په غېر موجودګۍ کښې خبرداروم څنګه چې ما په دوېم ځل کړى وُو، چې زۀ بيا راشم نو ضرور به سزا ورکړم.