18 ځکه څوک چې خپل تعريف په خپله کوى هغه د قبلېدو نۀ دے بلکې د چا تعريف چې مالِک په خپله کوى هم هغه د قبلېدو وړ دے.
د سړى د خپل حِکمت په مطابق صِفت کيږى، خو د خراب ذهن لرونکى سپک کيږى.
هر سړى ته خپلې ټولې لارې په خپل نظر کښې صحيح ښکارى، خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلى.
دا به ښۀ وى چې نور خلق ستا صِفت وکړى، نه چې تۀ په خپله د خپل ځان صِفت کوې، او دا به ښۀ وى چې نابلده خلق ستا ښۀ ووائى نه چې تۀ په خپله.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى.
ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه د عزت په نسبت د انسان نه عزت حاصلول زيات خوښول.
اے د بنى اِسرائيلو خلقو، دا خبرې واورئ چې، عيسىٰ ناصرى يو سړے وو چې خُدائ پاک تاسو ته په معجزو او په عجيبه کارونو او نښو سره د هغۀ تصديق وکړو، کومې چې خُدائ پاک د هغۀ په وسيله ستاسو په مينځ کښې وکړې، لکه څنګه چې تاسو ته په خپله پته ده.
څوک چې په دې شان د عيسىٰ مسيح خِدمت کوى، هغه په خُدائ پاک ګران او د خلقو په مينځ قبول شوے دے.
اپىليس ته مې سلام وايئ چې په مسيح کښې آزمائيلے شوے دے او د اريستوبولوس د کور خلقو ته مې سلام وايئ.
خو صحيح يهودى هغه دے چې څوک په باطن کښې وى او رښتونے سنت د زړۀ سنت کېدل دى، دا روحانى خبره ده او د ليکلے شوى شريعت سره يې څۀ تعلق نشته. او د داسې کس صِفت د مخلوق نه نه، بلکې د خُدائ پاک د خوا نه کيږى.
ځکه چې په تاسو کښې ډله بازى ضرورى ده صرف د دې دپاره چې دا ښکاره شى چې په تاسو کښې څوک رښتينى دى.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
ځکه چې مونږ دا جرأت نۀ شُو کولے چې خپل ځانونه په هغه څو کسانو کښې شمېر کړُو يا د هغوئ سره برابر کړُو څوک چې خپله نېک نامى زياتوى، خو کله چې هغوئ په خپله په خپلو کښې د ځانونو اندازه ولګوى او په خپله په خپلو کښې مقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى.
خو مونږ د خُدائ پاک نه دا دُعا غواړو چې تاسو څۀ بد کار ونۀ کړئ، د دې دپاره نه چې مونږ کامياب ښکاره شُو بلکې د دې دپاره چې تاسو نېکى وکړئ، خير دے کۀ مونږ ناکاميابه ښکاره شُو.
ولې بيا مونږ د خپلې نېک نامۍ ډنډوره غږوو؟ او يا مونږ ته لکه د نورو خلقو په شان د سفارشى خطونو ضرورت دے څۀ؟
نو مونږ خپله نېک نامى په تاسو بيا نۀ زياتوو بلکې مونږ په خپله تاسو له موقع درکوو چې په مونږ فخر وکړئ د دې دپاره چې تاسو هغوئ له جواب ورکولے شئ څوک چې په ظاهره فخر کوى خو په زړۀ کښې نه.
بلکې د خُدائ پاک د خادِمانو په شان په هره خبره کښې مونږ خپل ځان ښکاره کوُو، او په ډېر صبر سره په مشکلاتو کښې، په سختو کښې او افتونو کښې،
خپل ځان د خُدائ پاک په وړاندې مقبول او د يو داسې خدمتګار په شان د پېش کولو کوشش وکړه چې په خپل کار نۀ شرميږى، او چې د حق د کلام تعليم په صحيح توګه پېش کوى.
او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.