16 نو چې مونږ زيرے ستاسو نه نور هم اخوا علاقې ته ورسوو، هغه ځائ ته چرته چې چا خِدمت نۀ دے کړے. نو بيا به مونږ ته د بل په خِدمت د فخر کولو ضرورت نۀ وى.
نو د دې نه پس پولوس د روحُ القُدس په هدايت دا فېصله وکړه چې مِکدونيه او اخيه ته لاړ شى او بيا يروشلم ته لاړ شى، او بيا هغۀ ووئيل چې، ”هلته د تلو نه وروستو ما ته په کار دى چې زۀ ضرور د روم ښار وګورم.“
او هم دغه زما آرزو ده چې هلته دا زيرے ورسوم چرته چې د مسيح نوم نۀ دے اورېدلے شوے، نو چې زۀ د بل چا په بنياد آبادى ونۀ کړم.
ولې ما دا ګناه وکړه چې مې تاسو ته د خُدائ پاک زيرے مفت در ورسولو او ځان مې لاندې کړو د دې دپاره چې تاسو اوچت شئ؟