10 ځکه چې د ځينو خلقو زما په حقله دا سوچ دے چې، د هغۀ خطونه اثرناک او زبردست دى خو چې کله هغه په خپله حاضر وى نو کمزورے وى او د هغۀ تقرير فضول وى.
خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، ما مۀ لېږه. زۀ صفا خبرې نۀ شم کولے نه د مخکښې نه په خبرو کولو کښې ښۀ وم او نه تاسو سره د خبرو کولو نه پس تکړه يم او ژبه مې هم انښلى.“
خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“
ځکه چې مسيح زۀ بپتسمه ورکولو له نۀ يم رالېږلے بلکې د زيرى اورولو دپاره يې رالېږلے يم، او هغه هم زما د عالمانه تقرير په بنياد نه، هسې نه چې د دې په وجه د مسيح سولۍ بېاثره شى.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بېوقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى.
زۀ پولوس په خپله تاسو ته د مسيح په عاجزۍ او نرمۍ کښې خواست کوم، خو زۀ ستاسو په مخکښې عاجز يم او پشى شا زړَور يم.
نو دغه شان خلق دې پوهه شى څۀ چې په خطونو کښې زمونږ ليکل دى نو دغه شان به زمونږ په موجودګۍ کښې هم وى.
زۀ د خپلو خطونو په وسيله ستاسو د يرولو کوشش کول نۀ غواړم.
زۀ په شرم سره وايم چې په دې کولو کښې مونږ ډېر کمزورى وُو. خو کۀ څوک فخر کوى نو زۀ به هم فخر کوم، زۀ دا د يو بېوقوف په طور وايم.
دا ده چې زۀ په تقرير کولو کښې ماهر نۀ يم خو په عِلم کښې هم کم نۀ يم، مونږ په هر حال او په ټولو خبرو کښې تاسو ته دا وښودل.
ځکه چې تاسو کوم ثبوت غواړئ چې مسيح زما په وسيله خبرې کوى هغه زۀ اوس تاسو له درکوم. هغه ستاسو د سمولو دپاره کمزورے نۀ دے بلکې هغه په تاسو کښې طاقتور دے.