9 نو په حقيقت کښې مونږ خپل مرګ په خپلو سترګو وليدلو. خو مونږ بيا د خپل ځان په ځائ په هغه خُدائ پاک بهروسه وکړه څوک چې مړى راژوندى کوى.
نو زۀ به دې هم صِفت وکړم، ځکه چې خپل طاقت تا بچ کولے شى.
د دُنيا ټول کبرژن به هغۀ ته په تعظيم شى، څوک چې فانى دى هغه ټول به ورته په سجده شى هغوئ به خپل ځانونه ژوندى ساتلے نۀ شى.
بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.
څوک چې په خپل ځان يقين کوى نو هغه کم عقل دے، خو څوک چې په هوښيارتيا سره قدم اوچتوى نو دے به بچ پاتې شى.
ما وئيل چې د ژوند په ښۀ دور کښې زۀ د مړو دُنيا ته روان يم، زما د ژوند باقى ټول کالونه زما نه اخستے شوى دى.
کۀ چرې زۀ يو صادق انسان ته ووايم چې تۀ به يقيناً ژوندے پاتې شې، خو هغه بيا په خپل صداقت اعتماد وکړى او بد کارونه شروع کړى، نو زۀ به د دۀ يو ښۀ عمل هم ياد نۀ کړم، کوم چې هغۀ پخوا کړى دى، هغه به د هغه بدو کارونو په وجه چې کوم هغۀ کړى دى، مړ شى.
عيسىٰ هغه خلقو ته هم چې په خپل ځان يې باور کولو چې مونږ صادقان يُو او نور يې سپک ګڼل، دا مِثال ووئيلو،
لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.“
خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى.
اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو دې د هغه مصيبت نه ناخبره پاتې شئ کوم چې د آسيه په صوبه کښې په مونږ راغلو، ځکه چې په مونږ دومره سخت دباؤ وو چې د برداشت نه بهر وو او مونږ د ژوند نه نا اُميده شوى وُو.
مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے،
په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.
ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى، نو څنګه چې هغۀ وئيل نو هم هغسې يې هغه د مړو نه بيا ژوندے وموندلو.