7 او زمونږ اُميد ستاسو په حقله ډېر کلک دے ځکه چې مونږ په دې پوهه يُو چې څنګه چې تاسو زمونږ په تکليفونو کښې شريک يئ، نو هم دغه شان تاسو زمونږ په تسلۍ کښې هم شريک يئ.
او دا وايئ چې کۀ چرې مونږ د خپل پلار نيکۀ په زمانه کښې ژوندى وے نو د نبيانو په قتلولو کښې به شريک شوى نۀ وُو.
تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ.
خو کۀ اوس تاسو زمونږ په خبرو نۀ پوهېږئ نو بيا کله چې مالِک عيسىٰ راشى، نو تاسو به په مونږ فخر کوئ او هم دغه شان به مونږ په تاسو فخر کوُو.
ځکه چې زۀ يرېږم، هسې نه چې کله زۀ درشم او تاسو چې څنګه غواړم هغه شان مو ونۀ مومم، او څنګه چې تاسو نۀ غواړئ ما هغه شان ومومئ، زۀ يرېږم چې په تاسو کښې جګړه، کينه، غصه، خود غرضى، بده وينا، غېبتونه، ډوزې او فساد نۀ وى.
خو اوس زۀ په دې خبره خوشحاله يم، نۀ چې ستاسو په غم بلکې په دې چې ستاسو خفګان تاسو توبه ګار کړئ. ځکه چې دا غمژن کېدل د خُدائ پاک د خوا نه وو، دا ځکه چې تاسو ته زمونږ د طرف نه څۀ نقصان نۀ وو رسېدلے.
کۀ مونږ سختۍ وزغمو نو د هغۀ سره به بادشاهى هم کوُو، کۀ مونږ د هغۀ نه منکر شُو نو هغه به هم زمونږ نه منکر شى.
تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم.
بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.
زۀ ستاسو ورور يوحنا، په تنګسيا، په بادشاهۍ او په صبر کښې تاسو سره خپل عيسىٰ کښې شريک يم. زۀ د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ په حقله د ګواهۍ ورکولو په وجه پتموس نومې جزيره ته جلاوطن کړے شوم.