Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 کۀ مونږ د څۀ قسم مصيبتونو سره مخامخ کيږُو نو دا ستاسو د تسلۍ او خلاصون دپاره او کۀ مونږ تسلى مومو نو دا ستاسو د تسلۍ دپاره دى چې تاسو هم هغه تکليفونه په صبر سره تېر کړئ کوم تکليفونه چې مونږه هم تېروو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 1:6
13 Iomraidhean Croise  

نو کله چې زمونږ ورځې پوره شوې نو مونږ له هغه ځائ نه په خپل سفر روان شُو. او هغوئ ټول سره د ښځو او بچو، مونږ سره د ښار نه بهر راووتل او هلته مونږ د سمندر په غاړه په سجده شُو او د خُدائ پاک نه مو دُعا وغوښتله.


مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.


هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښې مونږ ته تسلى راکوى د دې دپاره چې مونږ نورو ته هم تسلى ورکولے شُو کله چې هغوئ په مصيبت کښې راګېر شوى وى نو مونږ هم هغه تسلى ورکولے شُو چې خُدائ پاک مونږ ته راکړې ده.


زۀ به ستاسو دپاره ډېر څۀ په خوشحالۍ قربان کړم بلکې تر دې چې خپل ځان به هم قربان کړم. کۀ زۀ تاسو سره زياته مينه کوم نو ولې تاسو به ما سره کمه مينه کوئ څۀ؟


چا چې مونږ د دې کار دپاره تيار کړو هغه خُدائ پاک دے او هغۀ مونږ ته د ضمانت په طور خپل روح راکړو.


هم دا وجه ده چې زۀ پولوس چې ستاسو غېر‌يهوديانو د خاطره د عيسىٰ مسيح قېدى يم تاسو ته دُعا کوم.


نو زۀ تاسو ته خواست کوم چې زما د مصيبتونو په ليدو سره مۀ بې‌زړۀ کېږئ. ځکه زۀ دا ستاسو دپاره برداشت کوم، او دا دې ستاسو د عزت باعث وى.


نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى.


په دې وجه زۀ د غوره شوو د خاطره دا هر څۀ په خپل ځان برداشت کوم نو د دې دپاره چې هغوئ هم هغه خلاصون او ابدى جلال چې د عيسىٰ مسيح په وسيله دے حاصل کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan