Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 1:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 1:24
16 Iomraidhean Croise  

او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى،


هغه دا چې په خپلو کښې به يو بل ته په ايمان کښې ډاډ ورکړو.


دا رښتيا ده، هغوئ د خپلې بې‌ايمانۍ په وجه پرېکړے شوې خو تا د ايمان په وسيله خپل ځائ نيولے دے. نو کبر مۀ کوه بلکې يرېږه.


د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.


نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ.


اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو.


ځکه چې تاسو هغوئ هم زغمئ څوک چې تاسو غلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګېروى، يا خپل ځان لوئ جوړوى، يا ستاسو په مخ څپېړه درکوى.


ځکه چې مونږ د خپل ځانونو تبليغ نه، بلکې د عيسىٰ مسيح تبليغ کوُو، چې هغه مالِک دے، او خپل ځانونه مونږ د عيسىٰ دپاره ستاسو غلامان کوُو.


ځکه چې زمونږ د ژوند تلل په ظاهرى څيزونو نۀ بلکې په ايمان دى.


او کوم خلق چې ستاسو په حواله شوى دى، په هغوئ رُعب داب مۀ اچوئ بلکې د رمې دپاره نمونه شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan