نو چې په مُلک کښې هر څوک هم د برکت دُعا غواړى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم برکت غواړى. هر څوک هم چې قسم کوى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم قسم خورى. ځکه چې د تېرې زمانې تکليفونه به هېر کړے شى. او زما د سترګو نه به پناه شى.“
خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېريهوديانو ته هم دا بېحده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے.
په هم هغه ورځ کله چې هغه راشى نو ټول مقدسين به هغۀ له جلال ورکړى او د هغۀ حمد و ثنا به ووائى. په هغوئ کښې به تاسو هم شامل يئ ځکه چې تاسو زمونږ په ګواهۍ ايمان راوړے وو.
خو مَلِکصِدق د هغوئ د نسب نه جدا وو، هغۀ د اِبراهيم نه هم لسمه حِصه راغونډه کړه او مَلِکصِدق اِبراهيم له برکت ورکړو چا سره چې خُدائ پاک د مخکښې نه وعده کړې وه.