16 ما غوښتل چې د مِکدونيه په لار زۀ تاسو سره مِلاو شم او په واپسۍ کښې تاسو له راشم او تاسو به مې يهوديه ته رُخصت کړئ.
جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېريهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول.
نو کله چې زمونږ ورځې پوره شوې نو مونږ له هغه ځائ نه په خپل سفر روان شُو. او هغوئ ټول سره د ښځو او بچو، مونږ سره د ښار نه بهر راووتل او هلته مونږ د سمندر په غاړه په سجده شُو او د خُدائ پاک نه مو دُعا وغوښتله.
ځکه چې د مِکدونيه او د اخيه خلقو د زړۀ د اخلاصه د يروشلم د غريبو مقدسينو دپاره چنده کړې ده.
خپلو ملګرو له دا موقع مۀ ورکوئ چې هغه سپک وګڼى بلکې هغه صحيح سلامت رارُخصت کړئ، زۀ د هغۀ په طمع يم سره د نورو وروڼو.