14 خو کۀ اوس تاسو زمونږ په خبرو نۀ پوهېږئ نو بيا کله چې مالِک عيسىٰ راشى، نو تاسو به په مونږ فخر کوئ او هم دغه شان به مونږ په تاسو فخر کوُو.
زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بېځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېريهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى.
هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بېاِلزامه يئ.
د ټولو نه اول خو زۀ دا اورم چې کله تاسو په جماعت کښې راغونډېږئ نو تاسو په خپلو کښې بيا په ډلو تقسيمېږئ او زۀ په دې تر څۀ حده پورې يقين هم کوم.
زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا وايم چې زۀ هره ورځ مرګ سره لوبې کوم او دا داسې رښتيا خبره ده لکه څنګه چې زۀ په تاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې فخر کوم.
زۀ دا خبره اوږدول نۀ غواړم، خو کۀ چا ما له تکليف راکړو نو دا يې صرف ما له نه بلکې تاسو ټولو له يې درکړو.
نو مونږ خپله نېک نامى په تاسو بيا نۀ زياتوو بلکې مونږ په خپله تاسو له موقع درکوو چې په مونږ فخر وکړئ د دې دپاره چې تاسو هغوئ له جواب ورکولے شئ څوک چې په ظاهره فخر کوى خو په زړۀ کښې نه.
ځکه چې زۀ ستاسو د سرګرمۍ نه خبر يم د هغې په وجه د مِکدونيه د خلقو په وړاندې زۀ په تاسو فخر کوم او وايم چې د اخيه خلق د تير کال نه تيار دى. او ستاسو جوش په هغوئ کښې ډېر خلق راوپارول.
چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بېعېبه پاتې شئ.
کله چې زۀ تاسو له بيا راشم، نو په عيسىٰ مسيح کښې به تاسو سره لا زيات د فخر کولو دليلونه وى کوم چې هغه زما په وسيله کوى.
زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.
تاسو د ژوندون په کلام کلک ودرېږئ نو د مسيح د بيا راتلو په ورځ به زۀ فخر کوم چې نۀ خو زما منډه بېفائدې شوه او نۀ زما خوارى بېځايه لاړه.
نو ځکه زما خوږو وروڼو او خوېندو، تاسو سره چې زۀ مينه کوم او د ليدو مو خواهشمند يم، هم تاسو زما خوشحالى او تاج يئ، زما عزيزانو په دې طريقه په مالِک کښې قائم پاتې شئ.
نو هغه دې ستاسو زړونه مضبوط، بېعېبه او مقدس کړى، کله چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک او پلار په وړاندې ودرېږئ، کله چې مالِک عيسىٰ د خپلو مقدسينو سره دوباره واپس راشى.
خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بېعېبه وساتى.