13 مونږ تاسو ته صفا خبره ليکُو په هغې کښې څۀ داسې ليکل نشته چې تاسو يې لوستلے نۀ شئ او يا پرې نۀ پوهېږئ، او زما اُميد دے چې يوه ورځ به تاسو پرې پوره پوهه شئ.
کله چې ورځ شوه نو هغوئ زمکه ونۀ پېژنده خو د خليج غاړه يې په نظر شوه، نو هغوئ فېصله وکړه چې کۀ کېدے شى نو په دې به جهاز وخېژوُو.
هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بېاِلزامه يئ.
زۀ اُميد کوم چې تاسو ته به پته ولګى چې مونږ ناکامه نۀ يُو.
مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.
نو مونږ د مالِک خُدائ د يرې نه خبر يُو او د خلقو د پوهولو کوشش کوُو. خو خُدائ پاک ته په خپله زمونږ د اخلاص پته ده او اُميد دے چې ستاسو ضمير ته به هم پته وى.
ستا دپاره زما دا دُعا ده چې کوم شراکت چې د ايمان په وسيله په تا کښې پېدا شوے دے هغه دې نور هم اثرناک شى او تۀ دې د ټولو هغه برکتونو چې په مسيح کښې دى په پوره توګه محسوس کړې.