Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوهم قرنتیان 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 او تاسو د خپلو دُعاګانو په وسيله زمونږ مدد کوئ. او ډېر خلق به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى ځکه چې خُدائ پاک په خپل فضل و کرم سره د ډېرو خلقو دُعاګانې زمونږ دپاره قبولې کړې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوهم قرنتیان 1:11
15 Iomraidhean Croise  

شايد چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه د مشر آفسر خبرې اورېدلې وى څوک چې خپل مالِک د اسور بادشاه رالېږلے وو چې د ژوندى خُدائ پاک په حق کښې يې ګستاخى کړې ده. کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اورېدلى دى نو کېدے شى چې هغۀ ته د دې سزا ورکړى څۀ چې هغۀ وئيلى دى. نو د هغوئ دپاره دُعا کوئ کوم خلق چې تر اوسه پورې ژوندى پاتې دى.“


نو هغۀ پطروس په قېدخانه کښې وساتلو، خو جماعت د پطروس دپاره په جوش سره د خُدائ پاک نه دُعا غوښتله.


څۀ چې مونږ په ځان تېروو هغه ستاسو د فائدې دپاره تېروو، او څنګه چې د خُدائ پاک فضل ډېرو خلقو ته ملاويږى نو خلق به هم ډېره شُکر ګزارى کوى، نو په دې به خُدائ ته نور جلال هم ملاويږى.


نو په دې وجه به هغوئ تاسو ته د زړۀ نه دعا کوى د هغه لوئ فضل په وجه کوم چې خُدائ پاک تاسو ته درکړے دے.


نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى.


او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته د کلام دپاره ور کولاو کړى چې مونږ د مسيح هغه راز بيان کړُو چې د کوم په سبب زۀ قېد کښې يم،


اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ.


نو اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ چې د مالِک کلام زر خور شى او هر چرته داسې عزت حاصل کړى څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې حاصل کړے وو.


او بله دا چې زما دپاره يوه کوټه تياره کړه، ځکه چې زما اُميد دے چې ستاسو د دُعاګانو په وسيله به زۀ بيا تاسو له درشم.


زمونږ دپاره دُعا کوئ ځکه چې زمونږ يقين دے چې زمونږ ضمير پاک دے او زمونږ خواهش دے چې په هر لحاظ د عزت ژوند تېر کړُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan