3 سليمان چې د خُدائ پاک د کور کوم بنياد کېښودو هغه تقريباً دېرش ګزه اوږد او تقريباً لس ګزه پلن وو.
د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د راوتلو څلور سوه او اتيا کاله پس، په بنى اِسرائيلو باندې د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال، په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې، سليمان د مالِک خُدائ په کور باندې کار شروع کړو.
او د هغې جوړېدل د هغۀ د بادشاهۍ د څلورم کال د دوېمې مياشتې په دوېمه ورځ شروع شُو.
د داخلېدو لار اوولس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خوا دېوال پاو کم نهۀ فټه اوږد وو. هغۀ بهرنے مقدس ځائ هم ناپ کړو، دا اويا فټه اوږد وو او پينځۀ دېرش فټه پلن وو.