Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم تاريخ 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ ته يې دا وفرمائيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم تاريخ 1:3
12 Iomraidhean Croise  

او د مالِک خُدائ کور ته يې يوړو. ليويانو او اِمامانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه او د هغې ټول مقدس سامان هم د مالِک خُدائ کور ته يوړو.


په دې دوران کښې، داؤد صدوق اِمام او د هغۀ ملګرى اِمامان د جبعون د عبادت په ځائ کښې د مالِک خُدائ په مقدسه خېمه کښې مقرر کړل.


د مالِک خُدائ د حضور هغه خېمه کومه چې موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه او هغه قربان‌ګاه چې په کومه باندې قربانۍ سوزولے شوې په هغه وخت کښې لا په جبعون کښې د عبادت په ځائ کښې وې،


نو سليمان په جبعون کښې د عبادت د ځائ نه لاړو، چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه وه او يروشلم ته راواپس شو. هلته هغۀ په اِسرائيل حکومت کولو.


د ټولو نه تکړه کسانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه کړه. هغوئ دا د مهينې لټې د لسو پړدو نه جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه جوړې وې او په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے شوے وو.


”د اولنۍ مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ د حضور خېمه ودروه.


بيا وريځې خېمه پټه کړه او خېمه د مالِک خُدائ د حضور جلال نه ډکه شوه.


مالِک خُدائ د خپلې حضورۍ د خېمې نه موسىٰ ته آواز وکړو او دا اصُول يې ورته وښودل.


نو چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې موسىٰ د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے هلته به د موآب په مُلک کښې مرى نو هم هغه شان وشول.


چې يشوَع د يريحو او عى سره څۀ کړى وُو نو د جبعون خلق حِويان د هغې نه خبر شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan