7 ځکه چې نۀ خو مونږ دُنيا ته څۀ راوړى دى او نۀ مونږ د دې نه څۀ وړلے شُو.
هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“
ځکه چې کله هغه مړ شى د ځان سره به هيڅ څيز نۀ وړى، د هغۀ شان او شوکت به قبر ته د هغۀ سره نۀ ځى،
ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نۀ پاتې کيږى او نۀ تاج او تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کيږى.