21 د دې بحثونو په وجه څۀ کسان د ايمان نه واوړېدل. په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.
او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه، خو مونږ د بدۍ نه بچ کړه.
زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.
خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.
ګايوس چې زما او د ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس د ښار خزانچى او زمونږ ورور کوارتوس تاسو ته سلام وائى.
زۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما په لاس پښو کښې زولنۍ مۀ هېروئ او په تاسو دې د خُدائ پاک فضل وى.
او په ايمان او په ښۀ ضمير قائم پاتې شئ. ځينو خلقو د خپل ضمير ونۀ منل، نو د هغوئ د ايمان بيړه غرقه شوه.
خو ځينى خلقو د دې نه مخ واړولو او ګمراه شول او په عبثو خبرو پسې ګرځېدل
ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل.
څوک چې د حقيقت نه بېلارې شوى دى او داسې دعوىٰ کوى چې د بيا راژوندى کېدلو وخت خو وشو. او هغوئ د څۀ خلقو ايمان خرابوى.
مالِک دې ستاسو مل وى او په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.
هغه ټول ملګرى چې ما سره دى تاسو ته سلام وائى. هغوئ ته هم زمونږ سلام وايه چې په ايمان کښې مونږ سره مينه کوى. په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.
او په تاسو ټولو دې فضل وى، آمين.