Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تيموتيوس 5:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 ځکه چې د خُدائ پاک کلام فرمائى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ،“ او بل ځائ فرمائى، ”مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تيموتيوس 5:18
13 Iomraidhean Croise  

خپل ګاونډى مۀ دوکه کوئ او د هغۀ نه غلا مۀ کوئ. د يو مزدور مزدورى تر سحره پورې مۀ ايساروئ.


د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.


هم هغه کور کښې پاتې شئ او د هغوئ سره خوړل څښل وکړئ او ست مۀ غواړئ ځکه چې مزدور د مزدورۍ حقدار وى. کور په کور مۀ ګرځئ.


نو ځکه صحيفې فرمائى چې، ”هر څوک چې په هغۀ ايمان لرى، نو هغه به شرمنده نۀ شى.“


خُدائ پاک خپل هغه اُمت نۀ دے رد کړے چې پخوا يې غوره کړے وو. تاسو خبر نۀ يئ چې صحيفې د الياس په حقله څۀ وائى؟ چې هغۀ څنګه خُدائ پاک ته د بنى اِسرائيلو خلاف شکايت وکړو،


ځکه چې صحيفې وائى چې، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او هغه ايمان د هغۀ په صداقت حساب شو.“


ځکه چې خُدائ پاک په خپل کلام کښې فِرعون ته فرمائى چې، ”خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.“


دغه شان مالِک هم حکم کړے دے، څوک چې د زيرى بيانوونکى دى د هغوئ آمدن دې هم د زيرى نه وى.


او په صحيفو کښې د مخکښې نه ليکلے شوى وُو چې خُدائ پاک به ټول قومونه په ايمان صادق کړى، نو د اول نه يې اِبراهيم ته دا زيرے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”ستا په وسيله به ټولو قومونو ته برکت ورکړم.“


د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.


يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بې‌فائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan