17 هغه مشران چې د جماعت ښۀ اِنتظام کوى، او خاص هغوئ چې په کلام اورولو او په تعليم ورکولو کښې خوارى کوى، هغوئ دې يو په دوه د عزت لائق وګڼلے شى.
هلته، الياس اليشع ته وفرمائيل، ”د هغې نه مخکښې چې زۀ ستا نه بوتلے شم ما ته ووايه چې زۀ ستا دپاره څۀ وکړم.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما له دې ستا د روح يو په دوه برخه راکړے شى.“
د يروشلم خلقو سره ډيرې په نرمه ژبه خبرې کوئ. او هغوئ ته ووايئ چې ستاسو د خفګان ورځې ختمې شوې او اوس ستاسو ګناهونه معاف شوى دى. ځکه چې د مالِک خُدائ د لاسه هغوئ ته د خپلو ګناهونو يو په دوه سزا مِلاو شوې ده.“
زۀ به هغوئ له د خپلو ګناهونو او حرامو کارونو بدله يو په دوه ورکړم، ځکه چې هغوئ د بېساه شکلونو او نفرت آميزه بُتانو په وجه زما موروثى مُلک پليت کړے دے.“
زما دشمنان دې وشرميږى خو ما مۀ شرموه، په هغوئ يره راوله خو ما مۀ يروه. په هغوئ د افت ورځې راوله، او هغوئ په دوه چنده تباه کړه.
خپلې قلعې ته په اُميد سره واپس راشئ، اے قېديانو، زۀ هم اوس اعلان کوم چې تاسو به زۀ يو په دوه بيا آباد کړم.
تاسو او ستاسو خاندان هغه پاتې شوې برخه په هر ځائ کښې خوړلے شئ، ځکه چې دا ستاسو د مقدسې خېمې د خِدمت مزدورى ده.
ګورئ، ما تاسو د دې د کېدو نه مخکښې خبردار کړئ.
هم هغه کور کښې پاتې شئ او د هغوئ سره خوړل څښل وکړئ او ست مۀ غواړئ ځکه چې مزدور د مزدورۍ حقدار وى. کور په کور مۀ ګرځئ.
مالِک ورته وفرمائيل چې، ”نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.
ما تاسو ولېږلئ چې هغه فصل وريبئ په کوم چې تاسو څۀ کړاؤ نۀ دے کړے، نورو محنت وکړو او تاسو د هغوئ په محنت کښې شريک شوئ.“
هغوئ چنده وکړه او مشرانو له يې د برنباس او ساؤل په ذريعه ورولېږله.
په دې هر څۀ کښې ما تاسو ته مثال درکړو چې په دې طريقه مونږ ته په کار دى چې د غريبانانو مدد وکړو او د مالِک عيسىٰ خبرې ياد ساتو چې هغۀ په خپله فرمائيلى دى چې، د اخستو نه په ورکړه کښې برکت ډېر دے.“
هغوئ مونږ ته په ډالۍ راکولو ډېر عزت راکړو او څۀ وخت چې مونږ رخصتېدو نو هغوئ د ضرورت ټول څيزونه زمونږ دپاره په جهاز کښې کېښودل.
او کۀ د ډاډګيرنې نعمت يې درکړے وى نو ډاډګيرنه ورکوئ، کۀ د سخاوت نعمت يې درکړے وى نو سخاوت کوئ او کۀ د مشرۍ نعمت يې درکړے وى نو په محنت يې کوئ، کۀ د رحم نعمت يې درکړے وى نو ښۀ په خوشحالۍ رحم کوئ.
هغوئ دا چنده په خوشحالۍ سره کړې ده ځکه چې هغوئ خپل ځان د دوئ قرضدار ګڼلو. ځکه چې غېريهوديانو ته د زيرى روحانى برکتونه د يروشلم د ايماندارانو نه مِلاو شوى وُو نو هغوئ دا ضرورى وګڼله چې په مالى توګه د هغوئ مدد وکړى.
ترفينه او ترفوسه ته سلام وايئ چې د مالِک په خِدمت کښې زما ملګرى دى او هم ګرانې پرِسس ته سلام وايئ چا چې د مالِک په کار کښې ډېره خوارى کړې ده.
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بېفائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.
د هم دغه خلقو تابعدارى کوئ بلکې د هر هغه چا هم تابعدارى کوئ چې دغه شان خِدمت او محنت کوى.
ځکه چې مونږ د خُدائ پاک خِدمتګار يُو، تاسو د خُدائ پاک زمکه او د خُدائ پاک عمارت يئ.
مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ.
د خُدائ پاک د کلام تعليم چې څوک زده کوى هغوئ دې خپل اُستاذ سره مدد کوى او په ټولو ښۀ څيزونو کښې دې هغه د ځان سره شريکوى.
د نورو اِمامانو په شان به هغۀ ته هم هغه هومره خوراک ملاويږى او د هغۀ خاندان چې څۀ هم ورلېږى نو هغه د ځان دپاره کېښودے شى.
تاسو د ژوندون په کلام کلک ودرېږئ نو د مسيح د بيا راتلو په ورځ به زۀ فخر کوم چې نۀ خو زما منډه بېفائدې شوه او نۀ زما خوارى بېځايه لاړه.
نو په مالِک کښې په ډيرې خوشحالۍ سره د هغۀ هرکلے وکړئ، او هغۀ له دومره عزت ورکړئ چې داسې خلقو له ورکول په کار وى،
او په خِدمت کښې زما وفادار ملګريه، زۀ تا ته هم خواست کوم چې تۀ د دغو ښځو مدد هم وکړه ځکه چې هغوئ ما سره په زېرى خورولو کښې لکه د کليمينتوس او زما د خِدمت نورو ملګرو سره خوارى وکړه د چا نومونه چې د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.
ځکه کۀ چرې يو سړے د خپل کور په بندوبست کولو نۀ پوهيږى نو هغه به د خُدائ پاک د جماعت ساتنه څنګه وکړى؟
مونږ محنت او خوارى ځکه کوُو چې زمونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائ پاک دے څوک چې د ټولو خلقو او خاص د ايمان راوړونکو خلاصونکے دے.
د هغه روحانى نعمت نه مۀ بېغوره کېږه چې تا ته د پېشګويۍ په وسيله د جماعت د مشرانو د لاس اېښودلو په وخت درکړے شو.
د خپل ځان او د خپل تعليم ډېر خيال کوه او پرې قائم پاتې شه ځکه چې په داسې کولو به تۀ د خپل ځان او د خپلو اورېدونکو د خلاصون سبب شې.
کۀ چرې تۀ دا هدايات د وروڼو او خوېندو په وړاندې پېش کړې نو تۀ به د عيسىٰ مسيح هغه ښۀ خادِم يې څوک چې د ايمان په خبرو او نېک تعليم پائى او عمل پرې کوى.
کوم اِلزام چې د يو مشر په خِلاف وشى نو هغه د دوو يا د درېو ګواهانو د ګواهۍ نه بغېر مۀ منه.
د کونډو عزت کوه څوک چې واقعى ضرورتمندې وى.
کوم زميندار چې محنت کوى نو په کار دے چې د فصل وړومبۍ حِصه هغۀ ته ورکړے شى.
تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه.
د خپلو مشرانو خبره اورئ او د هغوئ د حُکم تابعدارى کوئ ځکه چې هغوئ ستاسو په روحانى ژوند نظر ساتى او خُدائ پاک به د هغوئ په خپله تپوس کوى، نو هغوئ دې خپله ذمه وارى په خوشحالۍ او بېشکايته سر ته رسوى، هسې نه چې تاسو ته د دې نه څۀ فائده مِلاو نۀ شى.
خپلو ټولو مشرانو او ټولو مقدسينو ته سلام ووايئ. د اِټلى ايمانداران وروڼه تاسو ته سلام کوى.
خپل مشران ياد ساتئ، چا چې تاسو ته د خُدائ پاک کلام بيان کړو. د هغوئ د ژوند د طريقو نتيجو ته غور وکړئ او د هغوئ د ايمان سره سيالى کوئ.