11 خو د ځوانو کونډو نومونه په فهرست کښې مۀ ليکئ ځکه کله چې د هغوئ شهوت هغوئ د مسيح نه لرى کړى نو هغوئ بيا د وادۀ خواهش کوى،
مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، د يروشلم ښځې څومره مغروره دى. هغوئ هسکه غاړه نيولې وى او روانې وى. هغوئ تل نخرې کوى. هغوئ د نازونو او نخرو قدمونه اخلى او پانزېبونه شړنګوى.
خو کله چې تاسو په خېټه ښۀ ماړۀ شوئ نو تاسو مغروره شوئ او زۀ مو هېر کړم.
د مالِک خُدائ خلق مالداره شول، خو سرکشه وُو، هغوئ څاربۀ او په خوراک ماړۀ وُو. هغوئ خُدائ پاک خپل خالِق پرېښودو هغوئ د خپل طاقتور خلاصوونکى نه منکر شول.
هغوئ به خلق د وادۀ کولو نه منع کوى، او هغوئ به خلق د ځينې هغه خوراکونو نه منع کوى چې خُدائ پاک د دې دپاره پېدا کړى دى چې ايمان راوړونکى او حق پېژندونکى دې په شُکر ګزارۍ سره خورى.
او په دې وجه به هغوئ د سزا لائقې وګرځى ځکه چې په نِکاح کښې شوې هغوئ خپله اولنۍ وعده ماته کړه.
نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.
هغه کونډه دې د امداد په فهرست کښې وليکلے شى کومه چې د شپېتو کالو نه کمه نۀ وى او چې يو ځل وادۀ شوې وى.
تاسو په دُنيا کښې د عېش او عشرت ژوند تېر کړو، او تاسو خپل ځانونه د حلالېدو د ورځ دپاره څورب کړل.
ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.
ځکه چې ټولو قومونو د هغې د مستۍ او بدکارۍ شراب څښلى دى، د دُنيا بادشاهانو د هغې سره بدکارى کړې ده، او د دُنيا سوداګرانو د هغې د عياشۍ په سبب دولت راغونډ کړو.“
هغې چې هر څومره لوئى او عياشى وکړه هم هغه هومره ورته عذاب او وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښې دا وائى چې زۀ د تخت مَلِکه يم، زۀ به چرې هم د کونډو په شان ويرونه نۀ کوم.
د زمکې بادشاهانو چې د هغې سره بدکارى وکړه او د هغې په عياشۍ کښې شامل شول، هر کله چې هغوئ د دې د سوزېدلو لوګے ووينى نو هغوئ به پرې ژړا او وير وکړى.