5 ځکه چې دا د خُدائ پاک په کلام او د دُعا په وسيله پاک شوى دى.
نو خُدائ پاک دا ټول ځناور، څاروې او خزنده پېدا کړل او هغه د دې په ليدو خوشحاله وو.
خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.
خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى.“
ځکه چې کوم خاوند ايماندار نۀ وى، نو هغه د ښځې په وجه پاک شى او کومه ښځه چې ايمانداره نۀ وى، نو هغه د ايماندار خاوند په وجه پاکه شى، ګنې ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى.
هغوئ به خلق د وادۀ کولو نه منع کوى، او هغوئ به خلق د ځينې هغه خوراکونو نه منع کوى چې خُدائ پاک د دې دپاره پېدا کړى دى چې ايمان راوړونکى او حق پېژندونکى دې په شُکر ګزارۍ سره خورى.
د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بېايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.
د ايمان په وسيله مونږ ته پته ده چې عالمونه د خُدائ پاک په کلام جوړ شوى دى، نو چې څۀ په نظر راځى هغه د هغه څيزونو نه جوړ شوى دى کوم چې په نظر نۀ ښکارى.