10 او هغوئ دې اول وآزمائيلے شى، کۀ چرې هغوئ بېاِلزامه ثابت شى نو د خِدمت کار ته يې پرېږدئ.
هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بېاِلزامه يئ.
خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بېداغه او بېاِلزامه حاضر کړى،
ځکه چې کوم خادِمان چې د خِدمت کار په ښۀ شان کوى، هغوئ به عزتمند وګڼلے شى او په هغه ايمان کښې چې په عيسىٰ مسيح باندې دے ډېره زړۀ ورتيا ومومى.
نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى،
په کار دے چې هغه دې نوے ايماندار نۀ وى، هسې نه چې هغه مغروره شى او خُدائ پاک يې مجرم وګرځوى لکه څنګه چې يې اِبليس ګرځولے وو.
په چا زر لاس مۀ کېږده چې د خُدائ پاک د خِدمت دپاره مخصوص شى، او د نورو په ګناهونو کښې مۀ شريک کېږه. خپل ځان پاک وساته.
ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.