2 د بادشاهانو او د ټولو لويو مرتبو خلقو دپاره دُعا کوئ، نو چې مونږ د آرام او پُراَمنه او د ديندارۍ او د عزت ژوند تېر کړُو.
زمونږ يو عظيم ښار دے، چې په بنى اِسرائيل کښې ډېر د وفا او امن نه ډک دے. دا تۀ ولې تباه کوې؟ تۀ هغه څۀ ورانول غواړې څۀ چې د مالِک خُدائ دى؟“
نو چې داسې هغوئ هغه قربانۍ پېش کړى په کومو باندې چې د آسمان خُدائ پاک رضا کيږى او زما او زما د زامنو دپاره د هغۀ نه برکت غواړى.
مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.
اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه، او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه.
زما زويه، د مالِک خُدائ او د بادشاه نه يرېږه، او د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه،
کوم ښار ته چې ما تاسو جلاوطن کړى يئ د دغه ښار خير غواړئ. او مالِک خُدائ ته د هغې دپاره دُعا کوئ، ځکه کۀ چرې په هغې کښې خير وى، نو تاسو به هم په خير يئ.
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.
په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو.
هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“
په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى.
ترڅو چې درنه کېدے شى نو د خپل طرف نه د هر چا سره صُلح ساتئ.
نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.
په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ، څنګه چې مونږ تاسو ته تعليم درکړے دے.
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.