15 خو ښځې به د اولاد په پېدا کولو سره نجات حاصلوى، په دې شرط چې په ايمان، مينه او پاکيزګۍ کښې به د پرهيزګارۍ سره ژوند تېروى.
ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانوايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
اے زما بېوفا لورې، تۀ به ترڅو پورې سرګردانه ګرځې؟ مالِک خُدائ به يو نوے کار وکړى او هغه دا دے چې بنى اِسرائيل به خپل مالِک خُدائ ته غاړه ورکړى.“
او د هغې اول زوئ پېدا شو. هغې هغه په اوړنى کښې ونغښتو او په يو اخور کښې يې کېښودو ځکه چې په سرائى کښې د هغوئ دپاره ځائ نۀ وو.
او د بدن هغه اندامونه چې مونږ يې د نورو په نسبت شرم ګڼو، مونږ هم هغوئ ته زيات اهميت ورکوو، او چې د لږ احترام والا اندامونه دى نو په پردې کولو سره د هغوئ زيات احترام کوُو.
او زمونږ د مالِک فضل په ما ډېر نازل شو د هغه ايمان او مينې په وجه چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې دے.
خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى.
او ښځې دې هم دغه شان خپل ځانونه د حيا، شرافت او پرهيزګارۍ په جامه کښې سمبالوى، او په کمڅو، سرو زرو او ملغلرو او قيمتى جامو سره دې ځانونه نۀ سنګاروى،
او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بېدينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو،
د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.